په انډونيزيا كې د زلزلې او سونامي د تلفاتو شمېر ۲۰۰۰ تنو ته ورسېد

د انډونيزيا چارواكو تېره ورځ تاييد كړه، چې په دغه هېواد كې د وروستۍ زلزلې او سونامي له كبله د وژل شوو كسانو شمېر ۲۰۰۰ تنو ته رسېدلى دى.
دوى وايي، ډېرى قربانيانو په سولاويسي جزيره كې خپل ژوند له لاسه وركړى دى.