د انډونيزيا چارواكو تېره ورځ تاييد كړه، چې په دغه هېواد كې د وروستۍ زلزلې او سونامي له كبله د وژل شوو كسانو شمېر ۲۰۰۰ تنو ته رسېدلى دى.
دوى وايي، ډېرى قربانيانو په سولاويسي جزيره كې خپل ژوند له لاسه وركړى دى.
په همدې حال كې د انډونيزيا د طبيعي پېښو د بورډ رئيس ويلم رمپګليلي ويلي، سلګونه كسان تراوسه هم تر چپه شوو ودانيو لاندې دي او ښايي هلته د زلزلې او سونامي د تلفاتو شمېر ۵۰۰۰ تنو ته ورسېږي.
د راپورونو پر بنسټ، په سولاويسي جزيره كې خلك د اوبو، خوراكي او سون توكو او يو شمېر نورو لومړنيو اړتياوو له كموالي سره مخ دي.
د تېرې سپټمبر مياشتې په ۲۸مه نېټه د رېختر په كچه اووه اعشاريه پنځه درجې زلزلې د يادې جزيرې پالو ښار ولړزاوه او د شپږ متره لوړو څپو لرونكې سونامي يې رامنځته كړه.
په دغو طبيعي پېښو كې له ۲۵۰۰ زيات كسان ټپيان شوي هم دي، چې د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


