ads

د كابل – كندهار پر لويه لار يوازې تېز رفتاره موټرونه تګ راتګ كوي

د ميدان وردګ ولايتي چارواكي وايي، وسله والو طالبانو د دغه ولايت په مربوطاتو كې د يوه پلچك په الوځولو سره د كابل – كندهار لويه لار د باروړونكو موټرونو پرمخ تړلې ده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
17 تله 1397
د كابل – كندهار پر لويه لار يوازې تېز رفتاره موټرونه تګ راتګ كوي

د ميدان وردګ ولايتي چارواكي وايي، وسله والو طالبانو د دغه ولايت په مربوطاتو كې د يوه پلچك په الوځولو سره د كابل – كندهار لويه لار د باروړونكو موټرونو پرمخ تړلې ده.
د والي وياند عبدالرحمان منګل كليد ته وويل، طالبانو د سړك په منځ كې يو شمېر باروړونكي موټرونه درولي او د هغو كليانې يې له ځانونو سره وړي، چې دا كار هم سبب شوى لومړي نمبر لويه لار، چې كابل له شاوخوا ۱۴ ولايتونو سره نښلوي، د لويو مسافر وړونكو او باروړونكو موټرونو په وړاندې وتړل شي.
د هغه په وينا، تېز رفتاره موټر كولاى شي پر يادې لارې تګ راتګ وكړي او امنيتي ځواكونه هڅه كوي، چې دا لار په بشپړه توګه بېرته پرانېزي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA