ads

د افغانستان د کرکټ په غوره ليګ كې به نن شپه كابل او ننګرهار سره مخ شي

د افغانستان د کرکټ غوره ليګ يا اې پي اېل د لومړي پړاو سياليو شپږمه لوبه به نن شپه د كابل او ننګرهار لوبډلو ترمنځ وشي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
17 تله 1397
د افغانستان د کرکټ په غوره ليګ كې به نن شپه كابل او ننګرهار سره مخ شي

د افغانستان د کرکټ غوره ليګ يا اې پي اېل د لومړي پړاو سياليو شپږمه لوبه به نن شپه د كابل او ننګرهار لوبډلو ترمنځ وشي.
دا لوبه به د كابل په وخت د شپې په اتو بجو او ۳۰ دقيقو د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي كې پيل شي.
كابل تر دې مخكې په خپلو ترسره كړو دوو لوبو كې يوه بايللې او يوه يې ګټلې ده او ننګرهار هم تراوسه يوه ماتې او يوه بريا لري.
د اې پي اېل په لومړي پړاو كې پنځه لوبډلې کابل، پکتيا، بلخ، کندهار او ننګرهار لوبېږي.
په دغه ليګ كې د افغان لوبغاړو ترڅنګ د نړۍ يو شمېر مشهور لوبغاړي هم برخه لري.
دا سيالۍ به د روانې اكټوبر مياشتې تر ۲۱مې نېټې دوام وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA