ads

خليلزاد له افغان امنيتي چارواكو سره وليدل

د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب د دوشنبې په ورځ د افغانستان د سولې او پخلاينې په برخه کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره په هېواد کې د سولې او امنيت پر بېلابېلو برخو خبرې وکړې.
د ملي امنيت شورا دفتر په خبرپاڼه كې راغلي، محب د سولې د ټينګښت لپاره د سيمه ييزو او نړيوالو هېوادونو پر رغنده رول او ملاتړ ټينګار وکړ.

نویسنده: ISMAT MAYAR
17 تله 1397

په غونډه كې د ملي امنيت عمومي رئيس محمد معصوم ستانکزي، د ملي دفاع وزير طارق شاه بهرامي، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئيس متين بېګ او د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي مرستيال اختر محمد ابراهيمي د روانو امنيتي او نظامي چارو او پرمختګونو په اړه وغږېدل.
وروسته زلمي خليلزاد وويل، د سولې او ثبات لپاره افغانستان او امريکا ګډ هدفونه لري او دغو هدفونو ته د رسېدو لپاره يې د خپل پيل کړي ماموريت په تړاو معلومات وړاندې كړل.
بايد وويل شي، چې خليلزاد كابل ته د سفر په مهال د ملي يووالي حكومت پر مشرانو سربېره له يو شمېر سياسي او جهادي څېرو سره هم د افغان سولې په اړه خبرې كړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA