په هرات كې چاودنې نهه تنه ټپيان كړل

امنيتي مسوولين وايي، په هرات كې تېر ماښام په يوه زرنج كې د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونكو توكو چاودنې نهه تنه ټپيان كړي دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده كليد ته وويل، دا چاودېدونكي توكي له يوې سيمې بلې ته لېږدول كېدل، چې د هرات ښار په دروازه ملك سيمه كې وچاودېدل.