امنيتي مسوولين وايي، په هرات كې تېر ماښام په يوه زرنج كې د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونكو توكو چاودنې نهه تنه ټپيان كړي دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده كليد ته وويل، دا چاودېدونكي توكي له يوې سيمې بلې ته لېږدول كېدل، چې د هرات ښار په دروازه ملك سيمه كې وچاودېدل.
نوموړي زياته كړه، په دې چاودنه كې د يوه پوليس په ګډون نهه تنه ټپيان شوي دي.
د وليزاده په وينا، د پېښې په اړه د پوليسو څېړنې روانې دي.
د هرات د حوزوي روغتون سرطبيب ډاكټر عارف جلالي هم وايي، د چاودنې له سيمې نهه ټپيان وروړل شوي، چې په كې يو ماشوم، دوه ښځې او شپږ نارينه شامل دي.
خو د عيني شاهدانو په خبره، د ولسي جرګې يوه كانديد د دروازه ملك په چوك كې له خلكو سره خبرې كولې، چې چاودنه وشوه.
دوى وايي، د چاودنې له كبله زياتو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پېښې مسووليت تراوسه چا نه دى منلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


