د کونړ امنيتي چارواکي وايي، د دې ولايت د ماڼوګي ولسوالۍ په شوړيک دره کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې د بريد له كبله پنځه داعش وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د كونړ د امنيه قوماندانۍ وياند فريد دهقان کليد ته وويل، په دغه ولايت كې د روانو تصفيوي عملياتو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د يادې درې يو شمېر کلي له دولت ضد وسله والو پاک شوي دي.
د ده په وينا، دا عمليات په برياليتوب سره دوام لري.
دهقان زياته كړه، د بې پيلوټه الوتكې په بريد او عملياتو كې ولسي خلکو ته زيان نه دى اوښتى.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


