د ننګرهار په مركز جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ نن سهار خلكو ته د ويزو وركړه بېرته پيل كړه.
که څه هم د بهرنيو چارو وزارت د استازو او د يادې كونسلګرۍ د مسوولينو ترمنځ هوکړه شوې وه، چې د يکشنبې په ورځ به كونسلګري پرانيستل شي، خو د يو لړ ستونزو له كبله په دې ورځ د ويزو ورکړه پيل نه شوه.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، په جلال اباد كې د پاكستان كونسلګري به له دې وروسته د نوي مهالوېش پر بنسټ خلكو ته ويزې وركړي.
د مهالوېش له مخې به د يکشنبې په ورځ د پکتيا، خوست، غزني، کونړ، نورستان او لغمان ولايتونو اوسېدونكو ته ويزې ورکول کېږي.
د دوشنبې په ورځ به د ننګرهار د روداتو، پچيراګام، چپرهار، حصارک، خوږياڼو او شېرزاد ولسواليو اوسېدونكو او کوچيانو ته، د سې شنبې په ورځ به د هسکې مېنې، کوټ، غني خېل، اچين، نازيان او دور بابا ولسواليو، د چهارشنبې په ورځ به د بټي کوټ، دره نور، کامې، کوز کونړ، ګوشتې، مومندرې او لعلپورې ولسواليو او د پنجشنبې په ورځ به د مركز جلال اباد ښار د اتو ناحيو او د بهسودو او سره رود ولسواليو تذکرو لرونکو ته ويزې ورکړل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


