ads

طاهري: د خليلزاد په مشرۍ ډله به د سولې عالي شورا سره په همغږۍ كار وكړي

د سولې عالي شورا وايي، د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په مشرۍ ډله به له دې شورا سره په همغږۍ كار وكړي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
16 تله 1397
طاهري: د خليلزاد په مشرۍ ډله به د سولې عالي شورا سره په همغږۍ كار وكړي

د سولې عالي شورا وايي، د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په مشرۍ ډله به له دې شورا سره په همغږۍ كار وكړي.
د سولې عالي شورا وياند سيد احسان طاهري كليد ته وويل، د امريكا حكومت د افغانستان د حكومت او خلكو غوښتنې ته مثبت ځواب ووايه.
نوموړي زياته كړه، كابل ته د خليلزاد سفر د افغانستان د سولې خبرو په برخه كې د متحدو ايالتونو د همكاريو د عملي ګامونو ښكارندويي كوي.
خليلزاد، چې د سيمې پنځو هېوادونو ته په ۱۰ ورځني سفر راوتلى، په كابل كې د ملي يووالي حكومت له مشرانو او همدارنګه له يو شمېر سياسي او جهادي څېرو سره د افغان سولې په اړه خبرې وكړې.
دى تر دې وړاندې په اسلام اباد كې له پاكستاني چارواكو سره وغږېد او ټاكل شوې متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او قطر ته هم لاړ شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA