د افغانستان د کرکټ غوره ليګ يا اې پي اېل د لومړي پړاو سياليو څلورمه لوبه پكتيا له ننګرهاره وګټله او په پنځمه لوبه كې بلخ كندهار ته ماتې وركړه.
دا لوبې د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي كې ترسره شوې.
په څلورمه لوبه كې، چې د كابل په وخت پرون مازديګر څلور بجې او ۳۰ دقيقې پيل شوه، د پكتيا لوبډلې د ننګرهار لوبډلې ته ۱۸۵ منډې هدف وټاكه، خو د ننګرهار لوبډلې په ټاكل شوو ۲۰ اورونو كې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۳ منډې وكړې او لوبه يې د ۲۱ منډو په توپير وبايلله.
د اې پي اېل په پنځمه لوبه كې، چې تېره شپه اته بجې او ۳۰ دقيقې پيل شوه، د بلخ لوبډلې د كندهار لوبډلې ته په ۱۳ منډو ماتې وركړه.
نن كومه لوبه نه ترسره كېږي او د افغانستان د كركټ غوره ليګ شپږمه لوبه به د چهارشنبې په شپه اته بجې او ۳۰ دقيقې پيل شي.
د اې پي اېل په لومړي پړاو كې پنځه لوبډلې کابل، پکتيا، بلخ، کندهار او ننګرهار لوبېږي.
په دغه ليګ كې د افغان لوبغاړو ترڅنګ د نړۍ يو شمېر مشهور لوبغاړي هم برخه لري.
دا سيالۍ به د روانې اكټوبر مياشتې تر ۲۱مې نېټې دوام وکړي.


