ads

د ملي يووالي حكومت پر افغان سولې پروسې د امريكا د تمركز هركلى وكړ

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس د افغانستان د سولې پر پروسې د امريكا د تمركز هركلى كوي او هيله څرګندوي، چې دا فرصت په هېواد كې سولې ته د نېږدې كېدو زمينه برابره كړي.
عبدالله عبدالله نن د وزيرانو شورا غونډې ته وويل، د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد تېر ماښام په ارګ كې له افغان چارواكو سره وليدل.

نویسنده: ISMAT MAYAR
16 تله 1397

هغه زياته كړه، نړيواله ټولنه د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ كوي او د سولې ټينګښت د ډېرى هېوادوالو غوښتنه ده.
بل پلو د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر په يوه خبرپاڼه كې ويلي، چې د يادې ليدنې په مهال پر جمهور رئيس محمد اشرف غني سربېره د هغه دوهم مرستيال سرور دانش، اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او يو شمېر نورو چارواكو حضور درلود.
په خبرپاڼه كې زياته شوې، چې دواړو لورو د افغانانو په رهبرۍ او مالکيت په افغانستان کې د سولې د ټينګښت پر لارو بحث وكړ.
خليلزاد کابل ته تر تګ وړاندې په اسلام اباد له پاکستاني چارواكو سره وليدل او ټاكل شوې سيمې ته د خپل ۱۰ ورځني سفر په ترڅ کې متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او قطر ته هم لاړ شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA