د ننګرهار استيناف محکمې تېره ورځ د يوې علني غونډې په ترڅ کې، چې د ښاري محکمې د رئيس قضاوتمند ضياء الحق ضياء په مشرۍ او د نظامي ابتدائيه ديوان د رئيس قضاوتيار تورن ګلبدين نصرتيار او قضاوتمند سميع الله صدري په غړيتوب ترسره شوه، د اچين ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو پخوانى مشر بلال پاچا په شپږ کاله تنفيذي بند محکوم کړ.
د ننګرهار ولايت د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په دې قضايي علني غونډه کې د بلال پاچا دوو وروڼو ته د لازمو دلايلو او اسنادو د نه شتون له كبله برائت وركړل شو.
دغه کسان د اچين ولسوالۍ د خلکو له لوري په بې ګناه وژنو، د خلکو په ځورونو، پيسو اخيستو او نورو ناقانونيو کې په لاس لرلو تورن شوي وو.
د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د بلال پاچا او د هغه د كورنۍ په ضد پر ترسره شوي لاريون ځانمرګي بريد ګڼ شمېر كسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


