ads

حكومت د ټاكنو د مخنيوي په تړاو د طالبانو خبرداري ته سخت غبرګون وښود

د ملي يووالي حكومت د ولسي جرګې ټاكنو د مخنيوي په اړه د وسله والو طالبانو د خبرداري په غبرګون كې وايي، ټاكنې يو حتمي او قطعي امر دى او هېوادوال يې ملاتړ كوي.
طالبانو نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبردارى وركړى، چې د ولسي جرګې ټاكنو مخه به ونيسي او دا پروسه به ناكامه كړي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
16 تله 1397

خو د اجرائيه رياست مرستيال وياند امېد ميثم كليد ته وويل، د ټاكنو ترسره كېدل د هېوادوالو غوښتنه او دا پروسه د نړيوالې ټولنې له ملاتړه برخمنه ده.
هغه د ټاكنو پر ترسره كېدو ټينګار وكړ او زياته يې كړه، حكومت د ټاكنو د امنيت د ټينګښت او ورته د بوديجې برابرولو مسووليت لري او په دې تړاو تدابير نيول شوي دي.
دا په داسې حال كې ده، چې د طالب وياند ذبيح الله مجاهد له لوري نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې د ولسي جرګې ټاكنې جعلي پروسه او د پرديو د ګټو او ملت ته د فرېب ورکولو دسيسه بلل شوې ده.
په خبرپاڼه كې طالبانو ته امر شوى، چې د ملکي افغانانو ژوند او مال ته د جدي پام ساتلو ترڅنګ په ټول هېواد كې د ټاكنو د ترسره كېدو مخنيوى وكړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA