افغان چارواكو له خليلزاد سره د سولې په اړه خبرې وكړې

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام په ارګ كې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره د ليدنې په مهال سولې ته د رسېدو پر لارو وغږېد.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر په يوه خبرپاڼه كې ويلي، چې د ليدنې په مهال د جمهور رئيس دوهم مرستيال سرور دانش، اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او يو شمېر نورو چارواكو هم حضور درلود.