ads

افغان چارواكو له خليلزاد سره د سولې په اړه خبرې وكړې

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام په ارګ كې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره د ليدنې په مهال سولې ته د رسېدو پر لارو وغږېد.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر په يوه خبرپاڼه كې ويلي، چې د ليدنې په مهال د جمهور رئيس دوهم مرستيال سرور دانش، اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او يو شمېر نورو چارواكو هم حضور درلود.

نویسنده: ISMAT MAYAR
16 تله 1397

په خبرپاڼه كې زياته شوې، چې دواړو لورو د افغانانو په رهبرۍ او مالکيت په افغانستان کې د سولې د ټينګښت پر لارو بحث وكړ.
د سرچينې په وينا، جمهور رئيس غني د سولې پروسې د برياليتوب او په هېواد کې د سراسري امنيت د ټينګښت په هدف د ملي يووالي حكومت د هڅو په اړه خبرې وکړې.
سرچينه وايي، وروسته د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد کابل او د سيمې هېوادونو ته د خپل سفر د هدف په تړاو معلومات ورکړل او ويې ويل، د سولې په پروسه كې د امريکا حکومت او خلک د افغانستان له حکومت او خلکو سره متحد دي.
نوموړي کابل ته تر تګ وړاندې په اسلام اباد له پاکستاني چارواكو سره وليدل او ټاكل شوې سيمې ته د خپل ۱۰ ورځني سفر په ترڅ کې متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او قطر ته هم لاړ شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA