ads

ټرمپ ډيموکراټان لنډه ‌غر وبلل

د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د دې هېواد د ډيموکراټ ګوند غړي لنډه غر وبلل.

نویسنده: mayar
15 تله 1397
ټرمپ ډيموکراټان لنډه ‌غر وبلل

د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د دې هېواد د ډيموکراټ ګوند غړي لنډه غر وبلل.
ده خپلو پلويانو ته په خبرو کې وويل، ډيموکراټان د حکومت کولو لپاره ډېر خطرناک او سخت دريځه شوي، په داسې حال کې، چې جمهوري غوښتونکي د قانون له مخې پر حكومت كولو باور لري، نه د لنډه غرۍ له لارې.
ټرمپ زياته کړه، جمهوري غوښتونکو په تېر وخت كې ښې كړنلارې لرلې.
د هغه په خبره، دوی غواړي د ډيموکراټانو خرابۍ سمې کړي او وايي، د جمهوري غوښتونکو په دوره کې امريکا د پرمختګ او برياليتوب په حال کې ده.
د امريکا د جمهور رئيس په وينا، دا ځکه چې دوی يعنې جمهوري غوښتونکو خپل هېواد ته لومړيتوب ورکړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA