ads

د سعودي د يوه منتقد ورځپاڼه ليکونکي جسد په استانبول كې موندل شوى

د سعودي د حکومت د مشهور منتقد او ورځپاڼه ليکونکي جمال خاشقجي جسد په استانبول کې وموندل شو.

نویسنده: mayar
15 تله 1397
د سعودي د يوه منتقد ورځپاڼه ليکونکي جسد په استانبول كې موندل شوى

د سعودي د حکومت د مشهور منتقد او ورځپاڼه ليکونکي جمال خاشقجي جسد په استانبول کې وموندل شو.
نوموړی تېره اونۍ د سعودي کونسلګرۍ ته تر ننوتو وروسته ورک شوی و.
د راپورونو له مخې، خاشقجي تر وژل کېدو مخکې شکنجه شوی هم دی.
تركي پوليسو ويلي، لومړنۍ موندنې يې ښيي، چې هغه د سعودي په کونسلګرۍ کې وژل شوى او جسد يې تر را ايستل كېدو وروسته په ښار کې غورځول شوی دی.
دوى زياته کړې، خاشقجي د يوه مخکې طرحه شوي پروګرام پر بنسټ ترور شوی دی.
دې وژنې په نړيواله کچه غبرګونونه پارولي دي.
د بښنې نړيوال سازمان وايي، له دې څرګندېږي، چې د سعودي منتقدان د دغه هېواد له پولو بهر هم خوندي نه دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA