ads

په كابل ښار كې دوو چاودنو ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د كابل ښار د ۱۲مې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې دوو ماين چاودنو د پوليسو په ګډون ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
14 تله 1397
په كابل ښار كې دوو چاودنو ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د كابل ښار د ۱۲مې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې دوو ماين چاودنو د پوليسو په ګډون ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د كابل امنيه قوماندانۍ وياند بصير مجاهد كليد ته وويل، نن سهار شاوخوا اووه بجې او ۱۵ دقيقې د يادې امنيتي حوزې د شينې پل په سيمه كې د سړك پر غاړه دوه ځاى پر ځاى شوي ماينونه چاودلي، چې له كبله يې دوه ملكي وګړي وژل شوي او د شپږو پوليسو په ګډون نهه تنه نور ټپيان دي.
د نوموړي په وينا، لومړۍ چاودنې يو هايلكس ډوله موټر په نښه كړ او ورپسې دوهم ماين هم وچاودېد.
د دغو چاودنو مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى او په كې يې د ۱۳ پوليس افسرانو د مرګ ژوبلې ادعا كړې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA