سياسي ګوندونه او جريانونه د ټاكنو له خپلواك كمېسيون څخه غواړي، په هغو ځايونو كې دې، چې د برېښنا او انټرنېټ اسانتياوې موجودې وي، د راى وركوونكو د بايومټريك پروسه په انلاين توګه ترسره كړي.
دوى نن په كابل كې په يوه خبري غونډه كې د يوې اعلاميې په خپرولو د دې كار هدف په ټاكنو كې د تكراري او باطلو رايو د ثبت مخنيوى ياد كړ.
سياسي ګوندونه او جريانونه د ټولو راى وركوونكو پر بايومټريك كولو ټينګار كوي او غواړي د هغو سيمو رايې دې باطلې شي، چې په كې له دغه سيسټمه ګټه نه پورته كېږي.
د جمعيت اسلامي ګوند استازي نور رحمان اخلاقي د سياسي ګوندونو او جريانونو ګډه اعلاميه ولوسته.
د ټاكنو پر تخنيكي پروسو څارنه او د ټاكنو په ورځ له سټيكر پرته د انځور اخيستلو، تذكرې او ګوتو ثبتولو له لارې راى وركول د سياسي ګوندونو او جريانونو نورې غوښتنې دي.
خو د ټاكنو خپلواك كمېسيون وايي، د سياسي ګوندونو او جريانونو هغه غوښتنې به عملي نه شي، چې د دې كمېسيون خپلواكي تر پوښتنې لاندې راولي.


