د ولسي جرګې د كانديدانو د ټاكنيزو كمپاينونو لوړو لګښتونو د افغانستان د روڼتيا د څار بنسټ اندېښمن كړى او وايي، دغه لوړ لګښتونه بيا وروسته د ولسي جرګې د غړو لخوا د فساد او غيرې قانوني كړنو سبب كېږي.
د ياد بنسټ غړي ناصر تېموري كليد ته وويل، اوس چې د ولسي جرګې كانديدان لوړ لګښتونه كوي، په دې ډاډه دي، چې دا وروسته بېرته ترلاسه كولاى شي.
د هغه په وينا، تجربې ثابته كړې، چې د راتلونكې ولسي جرګې غړي به خپلې لګول شوې پيسې تر ډېره له غيرې قانوني لارو لكه له وزيرانو سره معاملې، په عايداتي ادارو كې د خپلو كسانو ګومارلو او داسې نورو ترلاسه كړي.
د افغانستان د روڼتيا د څار بنسټ دغه غړى په ورته وخت كې دا اندېښنه هم لري، چې يو شمېر داسې كسان ولسي جرګې ته كانديدان دي، چې اوس په عدلي او قضايي ادارو كې دوسيې لري او دوى غواړي له پارلماني مصئونيت څخه په ګټې اخيستنې خپلې دوسيې وتړي.
دا په داسې حال كې ده، چې يو شمېر كابل ښاريان هم د كانديدانو لوړو لګښتونو اندېښمن كړي او له هغوى څخه غواړي، چې له خلكو دې د پيسو په زور نه، بلكې په صداقت او خدمت سره رايې ترلاسه كړي.
څو تنو په دې اړه له كليد سره خپل نظرونه داسې شريك كړل.
خو د ټاكنو خپلواك كمېسيون مرستيال وياند ذبيح الله سادات وايي، دوى د كانديدانو كمپاينونه او د هغو لګښتونه څاري، كه هر كانديد د قانون خلاف كړنه او يا له قانوني معيار لوړ لګښت وكړي، نو قانوني چلند به ورسره وشي.
ټاكل شوې د كانديدانو روان ټاكنيز كمپاينونه د روانې تلې مياشتې تر پنځه ويشتمې نېټې دوام وكړي او د همدې مياشتې په اته ويشتمه نېټه به د ولسي جرګې ټاكنې ترسره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


