ads

د افغانستان د كركټ غوره ليګ سيالۍ پيل شوې

د افغانستان د کرکټ غوره ليګ يا اې پي اېل لومړی پړاو تېره شپه په متحده عربي اماراتو كې پيل شو.
په دې ليګ کې پنځه لوبډلې کابل، پکتيا، بلخ، کندهار او ننګرهار لوبېږي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
14 تله 1397
د افغانستان د كركټ غوره ليګ سيالۍ پيل شوې

د افغانستان د کرکټ غوره ليګ يا اې پي اېل لومړی پړاو تېره شپه په متحده عربي اماراتو كې پيل شو.
په دې ليګ کې پنځه لوبډلې کابل، پکتيا، بلخ، کندهار او ننګرهار لوبېږي.
په دغه ليګ كې، چې د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې ترسره کېږي، د افغان لوبغاړو ترڅنګ د نړۍ يو شمېر مشهور لوبغاړي هم برخه لري.
لومړۍ لوبه تېره شپه د كابل او پكتيا لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د كابل په ګټه پاى ته ورسېده.
د كابل په وخت نن مازديګر څلور بجې او ۳۰ دقيقې به د ننګرهار او كندهار او د ماخوستن په اتو بجو او ۳۰ دقيقو به د كابل او بلخ لوبډلو ترمنځ لوبې پيل شي.
د افغانستان د کرکټ غوره ليګ سيالۍ به د روانې اكټوبر مياشتې تر ۲۱مې نېټې دوام وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA