جمهور رئيس غني: د افغانستان جګړه نه خصوصي كېږي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د افغانستان جګړه به هېڅكله خصوصي او كانونه به يې هېڅ وخت استثمار نه شي.
هغه د جمعې په مازديګر په بلخ كې د ځوانانو، د مدني ټولنې غړو او د رسنيو د مديرانو ګډې غونډې ته د وينا په مهال ټينګار وكړ، چې د هېواد كانونه په افغان ولس پورې تړاو لري.