جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د افغانستان جګړه به هېڅكله خصوصي او كانونه به يې هېڅ وخت استثمار نه شي.
هغه د جمعې په مازديګر په بلخ كې د ځوانانو، د مدني ټولنې غړو او د رسنيو د مديرانو ګډې غونډې ته د وينا په مهال ټينګار وكړ، چې د هېواد كانونه په افغان ولس پورې تړاو لري.
جمهور رئيس غني وويل، افغانان به هېچا ته د خپلو طبيعي سرچينو د استثمار اجازه ورنه كړي.
د هېواد جمهور رئيس فساد شومه پديده وبلله او زياته يې كړه، په دولتي ادارو کې کاغذپراني جدي ستونزه ده او ځينې مسوولين آن ده ته هم سم معلومات نه وركوي.
نوموړي د آمو سيند د غاړو پر مديريت هم ټينګار وکړ او په خبره يې، د دغه سيند د غاړو پر مهارولو کار روان دی.
جمهور رئيس غني وايي، د حيرتانو بندر تر ارزونې وروسته پراختيا مومي او په دې بندر کې صنعتي پارکونه هم ايجادېږي.
د هېواد جمهور رئيس پرون سهار په دوه ورځني سفر بلخ ته ورسېد.
لومړۍ مېرمن رولا غني او ځينې حكومتي چارواكي په دې سفر كې د هغه ملتيا كوي.
جمهور رئيس غني پرون او تېره شپه د بلخ له بېلابېلو قشرونو سره وكتل او نن به د دې ولايت له امنيتي او ملكي مسوولينو سره وګوري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


