ads

په كندهار كې د ماين چاودنې ۱۸ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ په دښت سيمه كې پرون مازديګر د ماين چاودنې ۱۸ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه ولايت د والي وياند عزيز احمد عزيزي وايي، د ملکي وګړو يو ټونس ډوله موټر د سړک غاړې پر ماين برابر شوى او چاودنه يې کړې ده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
13 تله 1397
په كندهار كې د ماين چاودنې ۱۸ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ په دښت سيمه كې پرون مازديګر د ماين چاودنې ۱۸ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه ولايت د والي وياند عزيز احمد عزيزي وايي، د ملکي وګړو يو ټونس ډوله موټر د سړک غاړې پر ماين برابر شوى او چاودنه يې کړې ده.
نوموړى زياتوي، په دې پېښه كې دوه نجونې وژل شوې او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ تنه ټپيان دي.
د عزيزي په وينا، دا ماين تازه د وسله والو مخالفينو لخوا ځاى پر ځاى شوى و، چې ملکي وګړي يې ښکار شول.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
دا لومړى ځل نه دى، چې د وسله والو له لوري ښخ شوى ماين ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي، بلکې په كندهار كې تر دې وړاندې هم ورته پېښې رامنځته شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA