په خوست ښار کې د ولسي جرګې د يوه کانديد د کمپاين پر موټر چاودنه شوې

په خوست ښار کې نن سهار د ولسي جرګې د کانديد عبدالنصير حقمل د کمپاين پر موټر بمي چاودنه شوې، چې په ترڅ كې يې د دغه کانديد يو ساتونکی وژل شوی او پنځه نور کسان ټپيان دي.