ads

په خوست ښار کې د ولسي جرګې د يوه کانديد د کمپاين پر موټر چاودنه شوې

په خوست ښار کې نن سهار د ولسي جرګې د کانديد عبدالنصير حقمل د کمپاين پر موټر بمي چاودنه شوې، چې په ترڅ كې يې د دغه کانديد يو ساتونکی وژل شوی او پنځه نور کسان ټپيان دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
13 تله 1397
په خوست ښار کې د ولسي جرګې د يوه کانديد د کمپاين پر موټر چاودنه شوې

په خوست ښار کې نن سهار د ولسي جرګې د کانديد عبدالنصير حقمل د کمپاين پر موټر بمي چاودنه شوې، چې په ترڅ كې يې د دغه کانديد يو ساتونکی وژل شوی او پنځه نور کسان ټپيان دي.
امنيتي چارواکي وايي، ماين د خوست ښار په مجاهد څلورلارې کې مخکې له مخکې ځای پر ځای شوی و او د ياد موټر د تېرېدو په مهال چاودنه ورکړل شوې ده.
څو ورځې مخکې په خوست ښار کې د ولسي جرګې د يوه بل کانديد پر موټر هم بمي چاودنې يو کس وژلی او موټر يې تخريب کړی و.
تر دې دمه د دواړو بمي چاودنو مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA