په خوست کې د موټرسايکل بم چاودنې له كبله د ښځو او ماشومانو په ګډون اوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا پېښه نن له غرمې وړاندې د خوست د مرکز اړوند په يوه كور كې رامنځته شوې ده.
د خوست د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سيد احمد بابازي وويل، په چاودنه كې يو سړی، يوه ښځه او يو ماشوم وژل شوي، يوه ښځه او درې ماشومان ټپيان دي.
نوموړي زياته كړه، چاودنه په موټرسايکل کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو له كبله شوې او تراوسه څرګنده نه ده، چې موټرسايکل بم په همدې کور کې جوړ شوی او که له بل ځايه راوړل شوی و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


