ads

په جلال اباد كې له قانونه ۱۱ سرغړوونكي ونيول شول

امنيتي ځواکونو د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار کې له قانونه ۱۱ سرغړوونکي نيولي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
13 تله 1397
په جلال اباد كې له قانونه ۱۱ سرغړوونكي ونيول شول

امنيتي ځواکونو د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار کې له قانونه ۱۱ سرغړوونکي نيولي دي.
د دې ولايت د رسنيو له دفتره کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې په عيدګاه جومات سيمه کې نن سهار شاوخوا نهه بجې د طارق خيري په مشرۍ هغه ۱۱ کسان ونيول شول، چې د امنيتي ځواکونو له لوري له وسلو سره جومات ته د نه پرېښودو له كبله يې پر هغوى ډزې وکړې.
سرچينه وايي، له يادو کسانو سره اته ميله کلاشينکوفونه، يو ميل تومانچه او پنځه عرادې موټرونه هم نيول شوي دي.
سرچينې زياته كړې، نيول شوي کسان دمګړۍ د امنيتي ځواکونو تر پوښتنو لاندې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA