ناټو اعلان کړى، چې په افغانستان کې يې يو امريکايي سرتېرى وژل شوى دى.
د ناټو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د غوڅ ملاتړ ماموريت اړوند دغه امريکايي سرتېرى د پنجشنبې په ورځ ووژل شو.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې دي.
سرچينې د پېښې څرنګوالى او ځاى نه دي په ډاګه کړي.
تر دې مخكې په ننګرهار كې د سي ۱۳۰ ډوله امريكايي الوتكې د لوېدو له كبله د پنځو امريكايي پوځيانو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


