ads

د پوهنې وزارت ۵۲۰۰۰ ښوونكو ته اړتيا لري

نن د تلې مياشتې ديارلسمه نېټه د ښوونكي نړيواله ورځ ده، په دغه ورځ هر كال چارواكي د ښوونكو د ستونزو د حل او ژوند ښه كولو ژمنې كوي، خو له دغو ژمنو سره سره لا هم په هېواد كې ښوونكي له ډول ډول شتونزو شكايت كوي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
13 تله 1397
د پوهنې وزارت ۵۲۰۰۰ ښوونكو ته اړتيا لري

نن د تلې مياشتې ديارلسمه نېټه د ښوونكي نړيواله ورځ ده، په دغه ورځ هر كال چارواكي د ښوونكو د ستونزو د حل او ژوند ښه كولو ژمنې كوي، خو له دغو ژمنو سره سره لا هم په هېواد كې ښوونكي له ډول ډول ستونزو شكايت كوي.
د هېواد د بېلابېلو ولايتونو يو شمېر ښوونكي د امنيتي ستونزو ترڅنګ له اقتصادي ستونزو لكه د معاشونو كموالي، د حق الزحمې په ورخت نه وركولو، سرپناه نه شتون او داسې نورو څخه شكايت كوي.
د هرات د ښوونكو د ټولنې مرستيال مشفق مصئون كليد ته وويل، په دغه ولايت كې د ښوونكو قانوني حقونه هم په خپل وخت نه وركول كېږي، كه هرڅو دغه ستونزه يې له ولايتي چارواكو او رسنيو سره هم شريكه كړې، خو بيا هم ياده ستونزه پر خپل ځاى ده.
دغه راز له هلمند څخه يو تن ښوونكي له كليد سره په ټيليفوني خبرو كې پر چارواكو نيوكه وكړه، چې د ښوونكي په ورځ يوازې ژمنې كوي، خو هغه ژمنې يې بيا د كاغذ پرمخ پاتې كېږي.
نوموړى وايي، د ښوونكو معاشونه كم او د توكو بيې لوړې دي، نو دوى نه شي كولاى په دغو معاشونو خپل ورځنى ژوند مخته يوسي.
خو په همدې حال كې د پوهنې سرپرست وزير ميرويس بلخي د ښوونكي نړيوالې ورځې په مناسبت په خپل پيغام كې ويلي، دوى د ليسانسه او له دې د پورته ښوونكو لپاره دوه زره افغانۍ معاشونه زيات كړي، پر سيمه ييزو معاشونو يې هم كار روان دى او ترڅنګ يې د ترفيع په اړه د قانون مادې اصلاح شوې او د ښوونكو د ژوند تر وروستيو پورې به ښوونكي ترفيع كوي.
بلخي په خپل پيغام كې زياته كړې، د ښوونکو لپاره د مسکن او سرپناه د برابرولو په برخه کې د پوهنې وزارت تر دې مهاله توانېدلی، چې د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۹۸ ښارګوټي رامنځته او په ټولیز ډول ۹۰۶۵۲ د استوګنې نومرې ښوونکو ته ووېشي.
له دې جملې ۶۲۹۴ نومرې ځمکه یوازې سږ کال ښوونکو ته وېشل شوې او د ۴۹۸۴ جریبه راګرځول شوې ځمکې، چې غصب شوې وه، د نقشې ایستلو او مهندسۍ چارې روانې دي، چې وروسته به ښوونكو ته وركړل شي.
په همدې حال كې د پوهنې وزارت ويانده نوريه نزهت نجرابي وايي، دغه وزارت په ټوله كې ۵۲ زره ښوونكي كم لري، چې سږ كال يې اته زره استخدام كړي او د ۱۸ زرو نورو ژمنه هم ورسره شوې ده.
دا په داسې حال كې ده، چې په تېرو كلونو كې جمهور رئيس پر دې اعتراف وكړ، چې ويې نه شواى كولاى د ښوونكو ستونزې په بشپړه توګه حل كړي او ځان يې مشروط وګاڼه، خو دا چې سږ كال د پوهنې د ملاتړ په نوم نومول شوى بيا هم د ښوونكو او د پوهنې په برخه كې ډېرى ستونزې ناحله پاتې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA