د نورستان کانتيوا درې ته جوړ شوى پل پرانيستل شو

د نورستان کانتيوا درې ته ۴۰ متره پل جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
والي حافظ عبدالقيوم د پل د پرانيستې په مهال وويل، دا پل د يوه کال په موده کې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د ۱۶ اعشاريه درې ميليونه افغانيو په مالي لګښت د پارون پر سيند ورغول شو.