د ملي امنيت عمومي رئيس محمد معصوم ستانکزي د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د ننګرهار له والي حيات الله حيات او امنيتي مسوولينو سره په دغه ولايت كې د امنيت د ټينګښت په اړه وليدل.
نوموړي د پنجشنبې په مازديګر جلال اباد ته ناڅاپي سفر وكړ.
د ننګرهار د رسنيو دفتر په يوه خبرپاڼه کې ويلي، په دې ليدنه کې د ولايت د امنيت ټينګښت، د ټاکنو پروسې لپاره د امنيتي تدابيرو نيولو، د ملکي وګړو د ژوند خونديتوب او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه د تدابيرو پر نيولو بحثونه وشول.
سرچينه وايي، د ملي امنيت عمومي رئيس په دغه ولايت كې د امنيتي ارګانونو پر ښې همغږۍ ټينګار وکړ.
په خبرپاڼه كې راغلي، د ننګرهار والي ستانكزي ته هلته د امنيتي ارګانونو د ښې همغږۍ ډاډ ورکړ او په بېلابېلو برخو کې يې د مرکزي ادارې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.


