ټاکل شوې نن شپه د افغانستان د کرکټ غوره ليګ يا اې پي اېل لومړی پړاو پيل شي.
په دې ليګ کې پنځه لوبډلې کابل، پکتيا، بلخ، کندهار او ننګرهار لوبېږي.
په دغه ليګ كې، چې د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې ترسره کېږي، د افغان لوبغاړو ترڅنګ د نړۍ يو شمېر مشهور لوبغاړي هم برخه اخلي.
د افغانستان د کرکټ غوره ليګ سيالۍ به د روانې اكټوبر مياشتې تر ۲۱مې نېټې دوام وکړي.
لومړۍ لوبه د کابل په وخت نن شپه په اتو بجو او ۳۰ دقيقو د کابل او پکتيا لوبډلو ترمنځ پيلېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


