د افغانستان لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له طالبانو سره د مخامخ خبرو په هيله سيمې ته خپل ۱۰ ورځنى سفر پيل كړى دى.
نوموړى به، چې د افغانستان د سولې او پخلاينې په اړه سلامشورې کوي، د دې سفر په لړ کې له سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو، پاکستان او افغانستان څخه ليدنې وكړي.
که څه هم تېره مياشت خليلزاد له ټاکل کېدو سره هممهاله د امريکا له بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو سره اسلام اباد او نوي ډيلي ته لاړ، خو دا به د ځانګړي استازي په توګه د سولې د هلوځلو لپاره د ده لومړنى سفر وي.
هغه په افغانستان او عراق کې د سفير او په ملګرو ملتونو کې د امريکا د استازي په توګه دندې ترسره کړې دي.
خليلزاد لومړنى افغاني الاصله امريکايي دى، چې په متحدو ايالتونو کې دومره لوړو پوسټونو ته رسېدلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


