ads

جمهور رئيس غني په دولتي ادارو کې د ښځو پر ونډې ټينګار وكړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني نن بلخ ته د خپل دوه ورځني سفر په مهال د دې ولايت د ښځو د حقونو له يو شمېر فعالانو سره د ليدنې په مهال په دولتي ادارو كې د ښځو پر ونډې ټينګار وكړ.

نویسنده: ISMAT MAYAR
13 تله 1397
جمهور رئيس غني په دولتي ادارو کې د ښځو پر ونډې ټينګار وكړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني نن بلخ ته د خپل دوه ورځني سفر په مهال د دې ولايت د ښځو د حقونو له يو شمېر فعالانو سره د ليدنې په مهال په دولتي ادارو كې د ښځو پر ونډې ټينګار وكړ.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، په دغه كتنه كې مېرمنو په دولتي ادارو کې د ښځو د ونډې زياتولو، هغوى ته د کاري فرصتونو ايجادولو، په کاري چاپېريال کې د وړکتون نشتوالي، د ښځينه زندانونو معياري کولو او د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي کمولو په برخو کې خپلې ستونزې او وړانديزونه شريک کړل.
وروسته جمهور رئيس غني وويل، د بلخ ولايت مېرمنې له ښو ظرفيتونو برخمنې دي او اړتيا ده، چې دا ظرفيتونه طبقه بندي او په مناسبو ځايونو کې ترې استفاده وشي.
د نوموړي په خبره، د ټولو ښځينه بنديانو دوسيې به بيا تر غور او څېړنې لاندې ونيول او په شرايطو برابرې ښځې به د بښنې او تخفيف له فرمانه برخمنې شي.
بايد وويل شي، چې د هېواد جمهور رئيس به بلخ ولايت ته د سفر په مهال له بېلابېلو قشرونو او د ولايت له ملکي او نظامي مسوولينو سره جلا ليدنې ولري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA