ads

جمهور رئيس غني په بلخ كې ۳۶۰ بستريز روغتون پرانيست

جمهور رئيس محمد اشرف غني نن سهار بلخ ته د خپل دوه ورځني سفر په مهال د ابو علي سيناى بلخي ۳۶۰ بستريز روغتون پرانيست.
د ارګ د معلوماتو له مخې، دا روغتون د جرمني په ۱۵ ميليونه يورو مالي لګښت په پنځو پوړونو كې په اساسي ډول جوړ شوى دى.

نویسنده: ISMAT MAYAR
13 تله 1397
جمهور رئيس غني په بلخ كې ۳۶۰ بستريز روغتون پرانيست

جمهور رئيس محمد اشرف غني نن سهار بلخ ته د خپل دوه ورځني سفر په مهال د ابو علي سيناى بلخي ۳۶۰ بستريز روغتون پرانيست.
د ارګ د معلوماتو له مخې، دا روغتون د جرمني په ۱۵ ميليونه يورو مالي لګښت په پنځو پوړونو كې په اساسي ډول جوړ شوى دى.
سرچينه وايي، جمهور رئيس غني به بلخ ته د سفر په مهال له بېلابېلو قشرونو او د ولايت له ملکي او نظامي مسوولينو سره جلا ليدنې ولري.
لومړۍ مېرمن رولا غني او ځينې حكومتي چارواكي په دغه سفر كې د هېواد د جمهور رئيس ملتيا كوي.
د يادونې وړ ده، چې جمهور رئيس غني په دې وروستيو كې ولايتي سفرونه زيات كړي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA