د کابل ښاروالي وايي، په غير مجازو سيمو کې د ولسي جرګې د نوماندانو له لوري د انځورونو لګول سرغړونه بلل کېږي او هغه به د ښاروالۍ د مسوولينو له لوري راټول شي.
د کابل ښاروالۍ وياند جليل سلطاني کليد ته وويل، چې د دغه ادارې له لوري د انځور لګولو غير مجازې سيمې مشخصې شوې دي.
د کابل ښاروالۍ وياند زياتوي، چې د ولسي جرګې د نوماندانو له لوري د ټاکنيزو مبارزو له پيل راهيسې يې دوه ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي.
د ولسي جرګې ټاکنو د نوماندانو تر منځ ټاکنيزې مبارزې د روانې مياشتې له ۶مې پيل شوې دي او ټاکل شوې د همدې مياشتې تر ۲۶مې نېټې دوام وکړي.


