ټاکل شوې چې نن د افغانستان اجرائيه رئيس په جاکارتا کې له اندونيزيايي چارواکو سره وګوري.
عبدالله عبدالله پرون په دوه ورځني سفر پلازمېنې جاکارتا ته ورسېد.
ټاکل شوې ده چې نوموړی د اندونيزيا له جمهور رييس جوکو ويدودو، د هغه له مرستيال يوسف کالا او د اندونيزيا د علماوو شورا له غړو سره خبرې وکړي.
د اجرايه رياست وياند اميد ميثم کليد ته وويل عبدالله عبدالله به نن له اندونيزيايي چارواکو سره په دوه اړخيزو اړيکو، د دواړو هېوادونو تر منځ د شوو هوکړو پر پلي کېدو، د سوداګرۍ پر پراختيا، د افغانستان په سوله کې د دغه هېواد پر رول او د سولې او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د دغه هېواد پر تجربو خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې اندونيزيا ډېری خت لېوالتيا څرګندوي څو په افغانستان کې د سولې له پروسې سره مرسته وکړي.
د اندونيزيا ديني عالمانو تېرکال د افغانستان او پاکستان ديني عالمانو ته بلنه ورکړه او په دې درې اړخېزه غونډه کې ديني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه حرامه وبلله خو طالبان وايي دغه ډول غونډې د امريکا په فرمايش جوړېږي او پرېکړې يې اعتبار نه لري.


