د افغانستان د سولې په چارو کې د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد نن د سولې خبرو ته د زمينې برابرولو په هدف خپل لس ورځنی سفر پيلوي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، خليلزاد به هڅه وکړي چې د سولې د خبرو په تړاو د ښکېلو هېوادونو نظريات، وړانديزونه او ملاتړ خپل کړي.
په خبرپاڼه کې راځي، چې هغه به افغانستان، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر او پاکستان ته سفرونه ولري.
هغه په دې سفر کې د يادو هېوادونو له چارواکو سره خبرې کوي او هڅه به يې دا وي چې د سولې په برخه کې ټولې هڅې سره منسجمې کړي.
د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، زلمی خليلزاد به د افغان حکومت په نږدې همکارۍ او سلا مشوره د سولې د خبرو لپاره هڅې کوي او له ديپلوماتيکو لارو په استفادې به افغان طالبان د مذاکرې مېز ته حاضروي.
وروسته له دې چې زلمی خليلزاد د افغان سولې په برخه کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی وټاکل شو، دا يې د همدې موضوع په اړه لومړنی سفر دی. دغه سفر به لس ورځې دوام وکړي او ټول تمرکز به يې د افغانستان د جګړې په له منځه وړلو او سولې راوستلو وي.


