د افغانستان اجرايه رييس عبدالله عبدالله په جاکارتا کې د اندونيزيا له جمهور رييس جوکو ويدودو سره کتلي دي او د افغانستان د سولې په اړه يې خبرې کړې دي.
د اجرايه رياست وياند مجيب الرحمان رحيمي کليد ته وويل، د اندونيزيا جمهور رييس د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کړی دی او ويلي دي چې هېواد به يې په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
د اجرايه رياست وياند زياتوي چې عبدالله عبدالله د اندونيزيا له مرستيال جمهور رييس يوسف کالا سره هم ليدلي او د دواړو هېوادونو په اړيکو يې خبرې کړې دي.
له اجرايه رييس سره په دې سفر کې د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حکمت خليل کرزی او يو شمېر نور لوړپوړي چارواکي ملګري دي.


