ټاکل شوې سبا د افغانستان د کرکټ غوره ليګ يا اې پي ال لومړی پړاو پيل شي.
په دې ليګ کې پنځه لوبډلې، کابل، پکتيا، بلخ، کندهار او ننګرهار لوبېږي.
دغه ليګ چې د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره کېږي د افغان لوبغاړو تر څنګ د نړۍ د کرکټ وتلي ستوري هم پکې برخه اخلي.
د افغانستان د کرکټ غوره ليګ به سبا د اکتوبر مياشتې په ۵ پيل شي او د دې مياشتې تر ۲۱مې نېټې به دوام وکړي.
لومړۍ لوبه د کابل پر وخت د شپې په ۸ نيمو بجو د کابل او پکتيا لوبډلو تر منځ ترسره کېږي.


