د کورنيو چارو وزارت وايي، د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره په ټول افغانستان کې افغان امنيتي ځواکونه په لومړۍ درجه امنيتي احضاراتو کې دي.
د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي وايي، افغان هوايي ځواکونه هم د ټاکنو د امنيت د ټينګښت لپاره هڅې کوي او ټاکنې به د امنيت په فضا کې ترسره شي.
د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند له ټولو نوماندانو وغوښتل چې د خپلو ټاکنيزو مبارزو پر مهال افغان امنيتي ځواکونه خبر کړي.
ټاکل شوې د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې د روانې تلې مياشتې په ۲۸مه نېټه له غزني پرته په ۳۳ ولايتونو کې ترسره شي.


