د چابهار بندر په اړه د درېيو شريکو هېوادونو غونډه جوړېږي. د رسنيو د راپورونو له مخې په ايران کې د هند سفير سهراب کومار ويلي، هند غواړي په چابهار بندر کې روان فعاليتونه چټکتيا ومومي.
د سهراب کومار په خبره له همدې کبله ټاکل شوې چې د روانې مياشتې په څلورويشتمه په چابهار کې د غړو هېوادونو، افغانستان، ايران او هند ترمنځ درې اړخيز کنفرانس جوړ شي.
په دغه کنفرانس کې به په چابهار بندر کې پر روانو چارو، ستونزو او لاس ته راوړنو خبرې کېږي.
د هند سفير ويلي دوی غواړي چې له ايران سره سوداګري پراخه کړي او په ځينو برخو لکه بانکي مسايلو او راکړه ورکړه کې شته ستونزې له منځه يوسي.
چابهار په ايران کې د هند په مرسته د افغانستان لپاره رغول شوس بندر دس، چې په دې وروستيو کې د امريکايي بنديزونو له تهديد سره مخ شوس دس.
امريکا وايي په دې اړه خبرې روانې دي چې پر ايران په راتلونکو بنديزونو کې چابهار هم شامل کړي کنه، خو نهايي پرېکړه لا نه ده شوې.
هند او افغان حکومت بيا هڅې پيل کړې چې دغه بندر له بنديزونو لرې کړي


