د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له کبله ۹ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د دغه ولايت د والي وياند عطاالله خوګياڼي کليد ته وويل، دا چاودنه د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ د کږې بازار په سيمه کې د ولسي تړون پروګرام پر دفتر کې د ځای پرځای شوي ماين د چاودنې له کبله شوې.
د نوموړي په خبره په دغه چاودنه کې چې نن له غرمې وروسته رامنځته شوه، دوه تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان دي چې په ټپيانو کې ځلور ښځې هم شاملې دي.
د خوګياڼي په خبره، په ټپيانو کې د ولسي تړون پروګرام مشر انجنير عبدالحميد هم شامل دی.
تر دې مهاله د دغه بريد مسووليت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


