د امريكا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو له وسله والو طالبانو غوښتي چې د سولې خبرو ته چمتو شي او په افغانستان کې روانه اوږده جګړه پای ته ورسوي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويانده هدر ناورټ، پمپيو باوري دی چې په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې پيل شوې دي او افغان طالبان کولای شي له دې فرصت ګټه واخلي.
دا خبره له هغه وروسته کېږي چې د سه شنبې په ورځ د پاکستان او امريکا د بهرنيو چارو وزيرانو په واشنګټن کې سره وکتل او په افغانستان کې يې د سولې پر خبرو ټينګار وکړ.
په دغه ليدنه کې پمپيو، قريشي ته وويل، له دوی سره د اړيکو اساس يې په افغانستان کې له سولې سره د اسلام اباد مرسته ده.
له بل لوري د پاکستان د بهرنيو چارو وزير هم ويلي چې د افغانستان د ستونزې حل د جګړې له لارې ناشونی دی، د سولې پر خبرو بايد تمرکز وشي او دوی هم له دې بهيره ملاتړ کوي.
له بل لوري بيا طالبان ټينګار لري چې دوی له کابل سره نه بلکې له واشنګټن سره خبرې کوي.


