په کندهار ښار کې د ماين چاودنې دوه تنه ټپيان کړل.
د کندهار د امنيه قومندانۍ وياند ضيا دراني کليد ته وويل چې دغه چاودنه نن ماسپښين درې بجې د دوهمې حوزې اړوند له غازي پارک سره د همدې حوزې د ټولي پر قوماندان وشوه.
نوموړی وايي، په دغه چاودنه کې يو پوليس او يو ملکي وګړی ټپيان شوي دي.
تر دې مهاله د دې چاودنې مسووليت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


