ads

واشنګټن له اسلام اباد د افغانستان د سولې په پروسه کې د مرستې غوښتنه وکړه

د امريكا د بهرنيو چارو وزير وايي، واشنګټن خبرو ته د طالبانو په چمتو کولو کې د پاکستان مرستې ته اړتيا لري.
پمپيو دا خبره، پرون له خپل پاکستاني سيال سره په ليدنه کې کړې ده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
11 تله 1397
واشنګټن له اسلام اباد د افغانستان د سولې په پروسه کې د مرستې غوښتنه وکړه

د امريكا د بهرنيو چارو وزير وايي، واشنګټن خبرو ته د طالبانو په چمتو کولو کې د پاکستان مرستې ته اړتيا لري.
پمپيو دا خبره، پرون له خپل پاکستاني سيال سره په ليدنه کې کړې ده.
پمپيو ټينګار کړی چې د امريکا او پاکستان تر منځ د ښو اړيکو بنسټ په افغانستان کې د سولې له پروسې سره د اسلام اباد په همکارۍ پورې تړلی دی.
واشنګټن له اسلام اباد غواړي چې د افغانستان د سولې له پروسې سره همکاري وکړي او د هغو وسله والو پر ضد عمليات وکړي چې په پاکستان کې خوندي پټن ځايونه لري.
دواړو چارواکو ويلي، غواړي اړيکې سره ښې اړيکې ښې کړي، خو د افغانستان جګړه په دې برخه کې يو ستر خنډ دی.
د جنوبي او مرکزي اسيا په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو مرستياله وايي، د دواړو مشرانو د ليدنې هدف د افغانستان په اړه خبرې وې.
له بل لوري جمهور رييس ټرمپ په دې تړاو مايوسي څرګنده کړې چې پاکستان خبرو ته د طالبانو په چمتو کې همکاري نه ده کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA