د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، که چېرې تر سبا د بايومټريک ټول ماشينونه هېواد ته را ونه رسېږي په ټاکنو کې به له دې سيستم د استفادې يا نه استفادې په تړاو خپله پرېکړه اعلان کړي.
د دغه کمېسيون منشي او وياند سيد حفيظ الله هاشمي نن په کابل کې خبري غونډې ته وويل، تر دې مهاله ۱۳ زره بايومټريک ماشينونه هېواد ته را رسېدلي دي.
هاشمي زياتوي، غير حساس ټاکنيز توکي له غزني پرته د هېواد ټولو ولايتونو ته لېږل شوي دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون داسې مهال تر سبا هېواد ته د بايومټريک ماشينونو په را رسېدو ټينګار کوي چې حکومت وايي تر راتلونکو درېيو ورځو به بايومټريک ماشينونه هېواد ته راورسېږي.
د ملي تدارکاتو کمېسيون وياند رامين اياز نن کليد ته وويل، د هغه تړون له مخې چې له الماني کمپنۍ سره شوی دی، ټاکل شوې تر درېيو ورځو ټول د اړتيا وړ بايومټريک ماشينونه افغانستان ته را ورسېږي.


