ads

مولانا سميع الحق چين له طالبانو سره په خبرو کې غوره منځګړی بللی

د بلومبرګ نړيوالې رسنۍ د راپور له مخې د پاکستان د جماعت علمای اسلام ډلې مشر مولانا سميع الحق له چين غوښتي چې د سولې خبرو ته د طالبانو په چمتو کې مهم رول ولوبوي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
11 تله 1397
مولانا سميع الحق چين له طالبانو سره په خبرو کې غوره منځګړی بللی

د بلومبرګ نړيوالې رسنۍ د راپور له مخې د پاکستان د جماعت علمای اسلام ډلې مشر مولانا سميع الحق له چين غوښتي چې د سولې خبرو ته د طالبانو په چمتو کې مهم رول ولوبوي.
سميع الحق چې د طالبانو معنوي پلار بلل کېږي، له بلومبرګ سره په مرکه کې ويلي چې په سيمه کې چين د امريکا په پرتله ډېر د پاملرنې وړ دی.
سميع الحق چې اوس مهال هم له طالبانو سره نږدې اړيکې لري، له دغې ډلې سره په خبرو کې چين غوره منځګړی بللی دی.
چين چې د سيمې ستر اقتصادي او پوځي قدرت بلل کېږي، د افغانستان د بې ثباتۍ په اړه اندېښمن دی او غواړي ددې هېواد د کړکېچ په هواري کې مرسته او همکاري وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA